کونړ؛ مرکز اسعاد آباد ښار کې د ښوونځي د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۰:۱۳
کونړ؛ مرکز اسعاد آباد ښار کې د ښوونځي د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز اسعد آباد ښار په اسپل خصوصي ښوونځي کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د سجاد خان ماموند لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د سجاد خان ماموند او واجد کاروان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه واجد کاروان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو پنځه اورونو کې یې د خپلو درېیوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ٦٦ منډو هدف وټاکه. سجاد خان ماموند لوبډلې د خپلو څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ياد هدف پوره کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې د یادو سیالیو اتلولي وګټله.

یادې سیالۍ د زده کوونکو د جسمي وړتیا لوړولو او سالمې تفرېح په موخه ترسره شوې چې یوه اوونۍ يې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۲:۵۸
Background image

کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته، د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د نجيب تلاش خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ولايت د ۴ منتخبو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار؛ کامې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۲:۵۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي شوې او. . .

BACK TO NEWS