کونړ؛ صافي لوبډلې د ټېب بال کرکټ غوره ليک سياليو اتلولي وگټله
د کونړ د بدني روزنې او سپورټ آمريت لخوا او د څوکۍ خصوصي ښوونځي او نورگل کارگو شرکت په مالي همکارۍ او همغږۍ سره په څوکۍ ولسوالۍ کې د ټېب بال کرکټ غوره ليک سيالۍ چې اوونۍ وړاندې د شپږو لوبډلو تر منځ پیل شوې وې، وړمه ورځ پای ته ورسېدې.
د سياليو پايلوبه د صافي او مسعود لوبډلو تر منځ ترسره شوه، د لوبې پچه د صافي لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ اچونې پریکړه وکړه، مسعود لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۲۹ منډو هدف ورکړل، صافي لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ياد هدف په ۱۰ اور کې پوره کړ، چې په دې توگه يې د ياد جام اتلولي په خپل نوم کړه. اتفاق، افغان، انصاف، صافي، څوکۍ خصوصي ښوونځی او مسعود هغه لوبډلې وې، چې په دې سیالیو کې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې.
ديادونې وړ ده چې، د يادو سياليو موخه سپورټ ته د ځوانانو هڅول و، چې ۱۸ ورځې يې دوام وکړ.
