کونړ؛ سرکاڼو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ اختریزې سیالۍ د ډمن مرکزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په پشد ډاګ سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د ډمن مرکزي او چینه ګۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې چینه ګۍ لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه او د ډمن مرکزي لوبډلې د لوبې په یوولسم اور کې د شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یاد هدف پوره کړ او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د یادونې وړ ده چې دغو سیالیو ۱۵ ورځې دوام وکړ.
