کونړ؛ سرکاڼو ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کونړ ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د واليبال فدراسيون په استازولۍ، د ياد ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ بحرآباد سیمه کې د ۱۸ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ د څوکۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د بحرآباد او څوکۍ لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې د ۳/۱ ميدانونو په توپير د څوکۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.
دغه سيالۍ، چې لس ورځې يې دوام وکړ، موخه يې د ځوانانو تر منځ سالمه تفريح وه او په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته ستاینليکونه ورکړل شول.
