کونړ؛ د څوکۍ ولسوالۍ لوبډلې د اتحاد په نوم د واليبال ټورنمنټ اتلولي وګټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۹:۱۷
کونړ؛ د څوکۍ ولسوالۍ لوبډلې د اتحاد په نوم د واليبال ټورنمنټ اتلولي وګټله

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت په مرسته د واليبال فدراسيون له لوري د حاجي عشق الله په مالي لګښت د واليبال ټورنمنټ د څوکۍ ولسوالۍ لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېد.

په یاد تورنمنټ کې له مشرقي او مرکزي زون څخه ( ۲۴ ) د والیبال پیاوړو لوبډلو ګډون کړی وو چې سیالیو یې اته ورځې دوام وکړو.

په دغو سياليو کې د مشرقي زون په ګډون د مرکزي زون ٢٤ لوبډلو پکې برخه لرله، په پايلوبه کې يې د حاجي عشق الله واليبال کلب لوبډلې ته ٣- ٢ ميدانونو په توپیر د څوکۍ ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.

په پای کې مخکښ ورزشکاران په ورزشي ډالیو او اتله لوبډله د اتلولۍ په کپ ونازول شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۳:۵
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو ولایتونو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې له اتو ولایتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو کې له پکتیکا،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۲:۵۹
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې ۳۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې استقلال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

سکرتر جنرال فدراسیون ملی جمناستیک برای اشتراک در کنگره فدراسیون بین‌المللی جمناستیک عازم تایلند شد

فردین امید جلالی، سکرتر جنرال فدراسیون ملی جمناستیک کشور به‌هدف اشتراک در هشتادوششمین کنگره فدراسیون بین‌المللی ژیمناستیک، عازم تایلند شد.

این نشست از ۴ تا ۵ اکتبر به میزبانی کشور. . .

BACK TO NEWS