کونړ؛ د واليبال سيريزد سادات خيريه بنسټ لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېد

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۹:۵۶
کونړ؛ د واليبال سيريزد سادات خيريه بنسټ لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېد

د کونړ ولايت بدني روزنې او ورزش امريت په مرسته د الزهرا خصوصي لېسې په ورزشي ميدان کې د الزهرا خصوصي لېسې او سادات خيريه بنسټ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيريز او دوستانه لوبې د سادات خيريه بنست لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.

دغه سيريز، چې درې ورځې يې دوام وکړ، په پايلوبه کې د سادات خيريه بنسټ ٣-٢ پايلې سره د الزهرا خصوصي لېسې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سيريز اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو د پاى په مراسمو کې د الزهرا خصوصي لېسې مدير سيد جمالدين سعيد او د ورزش امريت مسوولينو زده کوونکو ته د ورزش په ګټو او اهميت خبرې وکړې او په هره برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په پاى د ورزش امريت له لوري ګټونکې لوبډلې ته د لومړي مقام کپ او الزهرا لېسې لوبډلې ته د دويم مقام کپ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS