کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۲:۳
کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د حکيم آباد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د حکيم آباد او منګوال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د حکيم آباد لوبډلې وګټله او په ټاکلو اتو اورونو کې یې د اووه لوبغاړو پهٔ له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ٩٨ منډو هدف وټاکه. منګوال لوبډلې د هدف په تعقیب کې د لوبې پهٔ شپږم اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ٦٨ منډې وکړې او لوبه یې د ٢٩ منډو په توپیر وبایلله.

دغو سیالیو یوه میاشت دوام وکړ او پهٔ پای کې غوره ورزش کارانو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۶
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ١٢ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۴
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په ۴۰۰ متره واټن کې ترسذه شوې، چې په پایله کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۳
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کي د ١٨ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ګلشاخېل ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو بایلوبه. . .

BACK TO NEWS