کنړ کې ورزشکارانو ته تزوکو کمربندونه وتړل شول
تېره ورځ د کونړ ولايت ورزشي امريت کې د تزوکو کلب ورزشکارانو څخه د کمربندو ازموينه واخيستل شوه، چې بریالیو ورزشکارانو ته په یاد امريت کې د تزوکو کلب استاد بصیر سالارزی او فني مسلکي مدير طارق ساپی لخوانه کمربندونه وتړل شو.
همدارنګه د ورزش امريت له لوري د یاد کلپ استاد سالارزي د هڅو ستاينه وشوه، چې ټولنې ته ورزش له ډګره خدمت کوي.
د یادو مراسمو په پای کې د کلب استاد او ورزشکاران په ستاينليکونو او ورزشي مډالونو ونازول شو.
