کنړ کې د فدراسیونو او ورزشي کلبونو له مسؤلینو سره ناسته وشوه
کنړ ولایت کې د دې ولایت د ورزشي امریت له لوري د فدراسیونونو او ورزشي کلبونو مسؤلینو سره ناسته وشوه او له هغوی يې وغوښتل ټول ورزشي کلبونه دې خپل ورزشکاران ثبت کړي، ورزشکارانو ته دې د سالم رقابت زمینه برابره شي، د ورزش مسؤلین دې خپلې غوښتنې له امریت څخه په لیکلې بڼه وکړي او همدارنګه هغه کلبونه چې د جواز وخت يې پای ته رسېدلی خپل جوازونه دې نوې کړي.
همدارنګه په پای کې د مرکزي دفتر له لوري مرسته شوي کرمېچ او جامپر چې د ټولو ولایتونو ورزشي مسؤلینو ته ورکړل شوي و ټولو استادانو ته توزیع شول او هغوی د مرکزي دفتر له دې همکارۍ ځانګړې مننه وکړه.
دغه راز د ناستې په پای کې ورزشکارانو په ګډه ژمنه وکړه چې په هر ډول حالاتو کې به د ټولنې او ځوانانو له پاه د سالمې روزنې خدمت کوي.
