کندوز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۰:۴۹
کندوز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د کندوز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په اسپند گزر ورزشي لوبغالي کې د ٨٠ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري يو اخراولاق اعلان شو، چې دغه اخراولاق نور علي پهلوان د اسدالله پر اس د حلالې تر دایرې ورساوه او د سياليو گټونکی شو.

د ويلو ده، چې د دغو سياليو موخه د راتلونکو لوبو لپاره د چاپندزانو لا ښه چمتووالی او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د يوې سالمې تفريح برابرول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS