کندوز؛ د ۷۹ چاپندازانو تر منځ د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندوز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند، د بزکشۍ فدراسيون په نمايندګۍ او لارښوونې د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۷۹ چاپندازانو تر منځ د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې.
د ميدان حکم له لورې ۲ اخرالاق وټاکل شول، چې دواړه اسماعيل پهلوان د حاجي سيف الدين صافي په آس تر حلال دايرې ورسول او گټونکی ونومول شو.
د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو یوه ورځ دوام وکړو.
د یادو سیالیو موخه د سالمې تفريح برابرول و، په پای کې گټونکي ته نغدي ډالۍ هم ورکړل شوې.
