کندهار کې د ښوونځیو ترمنځ دودیزې لوبې پیل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۹:۵۹
کندهار کې د ښوونځیو ترمنځ دودیزې لوبې پیل شوې

د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په ښوونځیو کې دودیزې لوبې پیل شوې.

په دغو لوبو کې رسۍ کشول، تیږه اچول او لاس چپه کول شامل دي، چې د روان ښوونیز کال تر پایه پورې به دوام وکړي.

د دغو لوبو د پیل په مراسمو کې د کندهار ولایت د ملي او دودیزو لوبو مدیر، ورزشي مسؤولانو، ګڼ شمېر لوبغاړو او زده کوونکو ګډون کړی و.

د یادو سیالیو موخه د دودیزو لوبو پرمختګ، د زده کوونکو او ورزشکارانو هڅوونه او د نویو لوبغاړو موندل ښودل شوي دي.

د نن ورځې لوبو د پای په مراسمو کې ټولو ګټونکو لوبغاړو ته مډالونه او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

اړین وضاحت!

یو شمېر رسنیو د سوک وهنې فدراسیون د چهارشنبې د ورځې د تماشه چیانو تر منځ د جنجال ویډیو خپره کړې، چې ګواکې د لباس په سر د امنیتي ځواکونو او ورزشکارانو ترمنځ شخړه رامنځته شوې ده.

ورزش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

BACK TO NEWS