کندهار کې د پوهنتونونو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د درې پوهنتونونو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د کندهار پوهنتون او میرویس نیکه پوهنتون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د میرویس نیکه پوهنتون لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د ۶۷ منډو هدف وټاکه. د کندهار پوهنتون لوبډلې یاد هدف د یو لوبغاړي په سوځېدو د لوبې په څلورو اورونو کې ترلاسه کړ او د نهو ویکټو په توپیر یې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
یادي سیالۍ په پوهنتونونو، ښوونځیو او مدرسو کې ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او د ورزش د پرمختګ په موخه پیل شوې دي.
