کندهار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د فول رزم سيالۍ وشوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۲:۱۹
کندهار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د فول رزم سيالۍ وشوې

د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فول رزم فدراسيون د استازولۍ له لوري او د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په ورزشي جمنازيوم کې د پنځو ولايتونو د ۵۵ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم ولايتي سيالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې له هلمند، ارزگان، زابل، غزني او کوربه کندهار ولايت څخه ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې کندهار لومړی، زابل دويم او هلمند بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه د فول رزم ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو د وړتياوو لوړول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پارا المپيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۵۸
Background image

د هرات مرکز کې د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې ۲۰ روزونکو او لوبڅارانو ته د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱۵
Background image

هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د گرشک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په هاشمي لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د "پسرلني جام" په نوم د فوټسال گروپي سيالۍ پيل. . .

BACK TO NEWS