کندهار نورزاد لوبډلې د سويل لوېديځ زون فوټسال سياليو اتلولي وگټله
د فوټبال ملي فدراسيون او د کندهار فوټسال کمېټې په گډه همکارۍ د ياد ولايت په وطن لوبغالي کې د درېيو لوبډلو ترمنځ د سويل لوېديځ زون فوټسال سيالۍ د نورزاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په يادو سياليو کې د نيمروز شهدا، هلمند، او کوربه کندهار نورزاد لوبډلو گډون کړی وو، چې دغو سياليو ته هلمند لوبډله حاضره نه شوه، په دې توگه پايلوبه د کندهار نورزاد او نيمروز شهدا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې کندهار نورزاد لوبډلې سيالې لوبډلې ته ۳ - ۱ گول په توپير ماتې ورکړه اتلولي يې خپله کړه.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د فوټسال غوره ليگ سياليو لپاره د غوره لوبغاړو موندل و، چې په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.