کندهار؛ ځوان پتمن لوبډلې د لوی اختر په مناسبت د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۱:۶
کندهار؛ ځوان پتمن لوبډلې د لوی اختر په مناسبت د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د کندهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست له لوري ياد ولايت په مرکز عينو مېنې ښارگوټي کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د لوی اختر په مناسبت د فوټبال سيالۍ د ځوان پتمن لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د هلمند، کندهار او غزني ولايتونو لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې هلمند ځوان پتمن لوبډلې سيالې کندهار مشعل لوبډلې ته ۰/۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دغه سیالۍ، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS