کندهار؛ په ډنډ ولسوالۍ کې د ب کټګورۍ لوبډلو فوټبال سیالۍ پیل شوې

د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له خوا په ډنډ ولسوالۍ کې د ب کټګورۍ لوبډلو فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د یونس او عینومیوند لوبډلو تر منځ وشوه، چې د ۳ -۱ ګولونو په توپیر د عینو میوند لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
یادې سیالۍ د ۱۶ لوبډلو په ګډون نن پیل شوې او یوه میاشت به دوام وکړي.