کندهار؛ په مرکز کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست له لوري په کندهار ورزشي جمنازيوم کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ په ښوونځيو کې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه د علامه عبدالحی حبيبي جام په نوم د فوټسال سيالۍ د تیمور شاهي عالي لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې تيمور شاهي عالي لېسې لوبډلې خپلې سيالې فاضل کندهاري عالي لېسې لوبډلې ته د ۲/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې لومړي او دوهم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
