کندهار؛ په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ۹۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ورزشي جمنازیوم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ملي سوداګر لعل محمد عظیمي په مالي لګښت د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ورزشي جمنازیوم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد جمنازیوم په دوه جریبه ځمکه رغېدلای دی او د فوټسال ترڅنګ پکې د نورو ورزشي څانګو ورزشکاران هم تمرین کولی شي.
د دغه جمنازیوم د پرانیستې په مراسمو کې د یاد ولایت ورزشي مسوولینو، قومي مشرانو، ورزشکارانو او د ورزش مینوالو ګډون کړی و.
هېره دې نه وی چې یاد جمنازیوم پر یو وخت د ۲۰۰۰ شاوخوا کسانو د ځایولو ظرفیت لري.
