کندهار؛ په دامان ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د کندهار ولایت د سپورت ریاست او د ټېپ بال کرکټ فدراسیون له لوري په دامان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو تر منځ د ټیپ بال کرکټ لس اوریزې سیالۍ پیل شوې.
د سیالیو د پیل په مراسمو کې د کندهار د ټېپ بال فدراسیون سرپرست محمد نعیم رحیمي، د دامان د ځوانانو امر عبدالرحمن ریحان، ورزشي مسؤولینو، قومي مخورو او د کرکیټ ګڼ شمیر مینه والو برخه اخیستې وې.
لومړۍ لوبه د افغان شاهین اتلانو او ستاره افغان لوبډلې تر منځ ترسره شوه چې افغان شاهین اتلانو سیالې لوبډلې ته د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۶۱ منډو هدف کېښود، ستاره افغان لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې ایله ۱۱۲ منډې جوړې او لوبه یې د ۴۸ منډو په توپیر وبایلله.
د سیالیو غوره لوبغاړی محمد حسن حسین وبلل شو چې په اتو بالونو یې ۳۶ منډې جوړې کړې وې.
دغه سیالۍ د دامان ولسوالۍ لپاره د منتخبې لوبډلې د ټاکلو، د غوره استعادونو د موندلو او د ځوانانو ترمنځ د یووالي د رامنځ ته کولو په موخه ترسره شوې
