کندهار؛ د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۲:۴۰
کندهار؛ د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور سیالۍ ترسره شوې

د کندهار ولایت د ورزش ریاست په مرسته د پارکور فدراسیون استازولۍ له لوري د درېیو کلبونو ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې خراسان کلب، کندهار پارکور اکاډمي او فرانک پارکور کلبونو ورزشکارانو برخه لرله، چې د خراسان کلب لومړی، کندهار پارکور اکاډمي دویم او فرانک پارکور کلب درېیم مقام ترلاسه کړ.

د کندهار د پارکور فدراسیون مسئول استاد باز محمد مبارز وایې؛ “له یادو سیالیو څخه یې موخه د پارکور د دریو ګروپونو جوړول دي، چي هر ګروپ ته پنځه تنه ورزشکاران غوره کیږي، چې په راتلونکي کې به د جوړ شویو ګروپونو ورزشکاران بېلابېلو ولایتونو ته د سیالیو په موخه استول کیږي”.

یادو سیالیو چې یوه ورځ یې دوام وکړ په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS