کندهار؛ د همغږۍ په نوم د پوهنتونونو ترمنځ د فوتسال سيالۍ پيل شوې
د کندهار ولايت د ورزش رياست له لوري د یاد ولایت د ورزش رياست په ورزشي جمنازيوم کې د پنځو پوهنتونونو ترمنځ د همغږۍ په نوم د فوتسال سيالۍ پيل شوې چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
د دغو سياليو په پيل کې دوې لوبې هم وشوې، چې په لومړۍ لوبه کې د ميرويس نيکه او انسټو پوهنتون لوبډلې سره ولوبېدلې چې ٢-٠ ګولونو په توپیر د ميرويس نيکه پوهنتون وګټله.
همداراز په دوهمه لوبه کې د ملالۍ او سبا پوهنتونونو لوبډلې سره مخ شوې د دې دواړو لوبډلو لوبه مساوي پاى ته ورسېده.
په دغو سیالیو کي د میرویس نیکه، ملالۍ، سبا، بینوا او انسټو پوهنتونونو د فوټسال لوبډلي شاملي دي.
