کندهار؛ د سیدجمال الدین افغان ښوونځي د فوټبال سیالیو اتلولي یوولسم دال لوبډلې وګټله
د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او سیدجمال الدین افغان ښوونځي د ادارې په همغږۍ د یادې لېسې د ټولګیو د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو اتلولي یوولسم دال لوبډلې خپله کړه.
د دغو سیالیو پایلوبه د یوولسم دال او دوولسم با لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یوولسم دال لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۰ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د دغو سیالیو موخه ورزش ته د زده کوونکو هڅول یاد شوي دي او په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته د ورزشي او ښوونځي د مسوولینو له لوری کپونه او مډالونه ورکړل شول.
