کندهار؛ د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس د کندهار ولايت له ورزشي مسوولینو سره وکتل

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۱ - ۱۰:۱۶
کندهار؛ د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس د کندهار ولايت له ورزشي مسوولینو سره وکتل

د هېواد د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق او ورسره مل پلاوي کندهار ولايت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولايت د ورزش رياست له مسوولینو او د فدراسيونونو له استازو سره وکتل.

په پيل کې د کندهار ولايت د ورزش ادارې مسوولينو کندهار ورزش ریاست ته د ښاغلي وثيق له راتګ څخه مننه وکړه.

ورپسې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق خبرې وکړې نوموړي د کندهار ولايت د ورزش له مسوولينو څخه مننه وکړه، چې په دې ولايت کې يې د ورزش د پراختیا او ورزشکارانو ته د ورزشي اسانتیاوو په برخه کې هلې ـ ځلې کړې دي.

ښاغلي وثيق په خپلو کې د کندهار ولايت ورزشي فعالیتونه ښه وبلل په خبره يې: دا مهال په کندهار کې ورزش د پام وړ پرمختګ کړى او ورزشي فعالیتونه تر پخوا ښه شوي دي او ورزشکارانو ته د ورزش کولو ښه امکانات برابري شوي دي.

ورپسې د کندهار د ورزش رئیس محمد اغا بشر خبرې وکړې نوموړي کندهار ته د ورزش ادارې عمومي رئيس د ورتګ هر کلى وکړ، نوموړي د ورزشکارانو د لا زيات ملاتړ په موخه د ځانګړې بوديجې، د فدراسيونونو د ستونزو د حل لپاره د ځانکړې پاملرنې او په کندهار کې د ورزش د لا پراختیا لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د ورزش ادارې د رئیس ښاغلي وثيق له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

په دې ليدنه کې د کندهار ورزشي فدراسیونونو مسوولینو له احمدالله وثيق سره خپلې غوښتنې شريکي کړلې، چې په کندهار کې د يو باب جمنازيوم جوړول او د کندهار د ورزش رياست بوديجې زياتول پکې شامل و، چې د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق له لوري د خپل توان مطابق د دوى د غوښتنو د حل ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د پارکور نندارې وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په ډاب سيمه کې د ۲۵ ورزشکارانو له لوري د پارکور زړه راښکونکې نندارې وشوې.

د يادو نندارو موخه له نشه يي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د اویک مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS