کندهار؛ اکبري لوبډلې د دويم رمضان جام په نوم د فوټسال سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۲۱:۲۷
کندهار؛ اکبري لوبډلې د دويم رمضان جام په نوم د فوټسال سياليو اتلولي وگټله

د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري په کندهار ورزشي جمنازيوم کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د دويم رمضان جام په نوم د فوټسال سيالۍ د اکبري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د اکبري او معراج لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې سيالۍ په ټاکلي وخت ۵/۵ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې اکبري لوبډلې سيالې معراج لوبډلې ته ۵/۶ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۹
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د موی تای سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پانکريشن فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نويو. . .

BACK TO NEWS