کندهار؛ السادات لوبډلې د شهید احمد اغا جاوید په نوم د فوټبال سیالیو اتلولي خپله کړل
د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت د فوټبال فدراسیون په همکارۍ د شهید احمد اغا جاوید په نوم د فوټبال سیالیو اتلولي السادات لوبډلې خپله کړه.
دغه سیالۍ چې څلور لوبډلو پکې ګډون کړی و، پایلوبې ته یې السادات او اتفاق خانزاده لوبډلو لار موندلې وه، چې پایله کې السادات لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په یوه ګول ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د دغو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول، د لوبغاړو ترمنځ د تجربو شریکول او همدارنګه د غوره لوبغاړو موندل و.
هېره دې نه وي چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته د یاد ولایت د ورزشي مسوولینو له لوري کپونه، ستاینلیکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
