کندز کې د ۶ ولايتونو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۳:۳۹
کندز کې د ۶ ولايتونو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ په گډه همغږۍ د امام صاحب ولسوالۍ په نغمه بازار سيمه کې له ۶ ولايتونو څخه د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې له بلخ، جوزجان، بغلان، سمنگان، تخار او کوربه کندز ولايتونو څخه پهلوانانو گډون کړی وو، چې په پايله کې ۴۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او همدارنگه د ولايتونو په کچه کندز لومړی، سمنگان دويم او جوزجان بيا درېيم مقام خپل کړ.

دا سيالۍ په امام صاحب ولسوالۍ کې د يو تن ځايي اوسېدونکي د واده په مراسمو کې ترتيب شوې وې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۰
Background image

زابل کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د نیوفول کانټاکټ سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېيو کلبونو ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د نيوفول کانټاکټ سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سمیع الله، معلم روزي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۸:۵۹
Background image

بلخ کې د ١١٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په حیرتان ښارګوټي کې د ١١٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۸:۵۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS