کندز کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۵:۳۳
کندز کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ او د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په بابا شاخ لوبغالي کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايله کې يو اخراولاق ترسره شو، چې دغه اخراولاق محمد علي پهلوان د شېر محمد په آس تر حلالې دایرې ورسوه او د سياليو گټونکی شو.

دا سيالۍ راتلونکو لوبو لپاره د چاپندازانو د لا ښه چمتو والي او د دې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۷
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۹:۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له اوو ولایتونو د ۹۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو هاپکیدو سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS