کندز کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ازادې سيالۍ ترسره شوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د اا د بيا واکمنېدو د درېیمې کليزې په مناسبت د کورش ازادې سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د دولتي او خصوصي سکټور کارمندانو، ولسي مخورو، ورزشي مسؤلینو، ورزشکارانو او د ورزش گڼ شمېر مينوالو گډون کړی وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
