کندز کې د ۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ او د قلعه زال ولسوالۍ ورزشي مديريت په گډه همکارۍ د يادې ولسوالۍ په آرساري سيمه کې د ۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د خان زاخېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه کې خان زاخېل لوبډلې خپلې سيالې قلعه زال ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د ۳۱ پر ۲۷ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ واليبال لوبې ته د ودې ورکولو او د نويو استعدادونو موندلو په موخه ترسره شوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
