کندز کې د ۱۴۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۹:۳۲
کندز کې د ۱۴۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سپين زر ورزشي لوبغالي کې د ۱۴۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې پر کندز سربېره د سمنگان او جوزجان ولايتونو څخه پهلوانانو گډون کړی وو، چې په پايله کې ۷۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او چمتو شويو ډاليو گټونکي شول.

د يادو سياليو موخه د پهلوانانو د جسمي وړتياوو لوړول او د ښاريانو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه شپه او ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS