کندز کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۸:۴۸
کندز کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې له مرکز، خان آباد، امام صاحب او ارچي ولسوالیو څخه د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۵۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو بریاوې خپلې کړې.

دا سیالۍ د یوني فایټ سبک ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۷
Background image

ننګرهار کې د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار فوټبال لوبغالي کې له ننګرهار او لغمان ولایتونو د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

دا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۴۳
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ځغاستې سیالي وشوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې يوه ورځينۍ سيالي وشوه.

دا سیالي،. . .

BACK TO NEWS