کندز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د شېر خان بندر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۳:۱۱
کندز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د شېر خان بندر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د فوټبال سيالۍ د شېر خان بندر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ، پايلوبه يې د شېر خان بندر او مراد شېخ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې شېر خان بندر لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۵ پر ۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۲۹
Background image

لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جاوېد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۲۷
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۲۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۲۰. . .

BACK TO NEWS