کندز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی پړاو ټاکنیزې سیالۍ د سپین زر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۱:۲۰
کندز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی پړاو ټاکنیزې سیالۍ د سپین زر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د یاد ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال لومړی پړاو ټاکنیزې سیالۍ چې څلور ورځې مخکې پیل شوې وې، د سپین زر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیاليو پای لوبه د سپین زر او کهکشان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې سپین زر لوبدلې د ۵/۴ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د دغو سیاليو موخه د ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکل ښودل شوي دي، چې په پای کې د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري غوره لوبغاړو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS