کندز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۰:۴۳
کندز کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند سپین زر ورزشي لوبغالي کې د هېواد د شپږو زونونو په کچه د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د کندهار اتفاق خانزاده لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په پای کې د کندهار اتفاق خانزاده لوبډلې د ۱۱ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی، کندز پیروزي لوبډلې د ۱۰ نمرو په ترلاسه کولو سره دویم او هرات شمس کولا لوبډلې د ۹ نمرو په ترلاسه کولو سره بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر، د کندز ولایت ورزشي مسؤولانو، د کندز ولایت ولایتي چارواکو، ځوانانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS