کندز ښار کې د ۱۹ تنو پهلوانانو ترمنځ د کورش ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۹:۱۲
کندز ښار کې د ۱۹ تنو پهلوانانو ترمنځ د کورش ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري له لوري ۱۹ تنو پهلوانانو ترمنځ د ځوانانو، نوي ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او په ۵۰، ۷۱ او ۸۱ کیلو ګرام وزن کې د کورش ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د ۵۰ کیلو ګرام وزن کې پهلوان تاز میر لومړی، ۷۱ کیلو ګرام وزن کې پهلوان احسان الله لومړی او ۸۱ ګیلو ګرام وزن کې پهلوان مزمل لومړی مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د کندز ولایت کورش منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې د کندز ورزش ریاست له لوري غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS