کندز : پيروزي لوبډله د شمال ختيځ زون فوټبال سياليو اتله شوه
د کندز ولايت په کوربتوب د شمال ختيځ زون فوټبال سيالۍ د تخار ولايت پيروزي لوبډلې د ١٠ امتيازونو په ترلاسه کولو سره د افغانستان اتلانو ليګ دوه يم مقدماتي پړاو بريا خپله کړه او د دې زون په استازيتوب به افغانستان اتلانو ليګ کې و لوبيږي.
په دې سياليو د بغلان ارمغان لوبډلې ٨امتيازونو سره دوه يم، د کندز شهيد سيد جان لوبډلې د ٧امتيازونو سره درېيم ځاى خپل کړ.
په دې سياليو کې ارش محمد د کندز سيد جان لوبډلې څخه د ښه ګول وهونکي، عبدالسلام او احمد جواد غوثي د تخار پيروزي لوبډلې څخه د غوره ګول ساتونکو جايزې ترلاسه کړې.
د افغانستان اتلانو فوټبال لیګ دوه يم پړاو مقدماتي سيالۍ پنځه ورځې وړاندې د کندز ولايت په کوربتوب پيل شوې.
په دغو سیالیو کې د کندوز (شهید سیدجان) تخار (پيروزي) بامیان (بند امیر) بدخشان (آریانا) او بغلان (ارمان) لوبډلې یو له بل سره لوبېدلې.
