کندز ورزش ریاست؛ د هرات د غمیزې په پار د مرستې راټولولو کمپاین پیل کړ
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت د بېلابېلو فدراسیونونو له مسولینو سره په ګډه د هرات د وروستۍ غمیزې لپاره د مرستو راټولو کمپاین پیل کړ.
په دغه ناسته کې د کندز ولایت په کچه ورزشي مسوولینو د هرات ولایت له زلزله ځپلو هیوادوالو سره مرسته د هر مومن مسلمان وجیبه یاده کړه .
