کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلباد ولسوالۍ کې له تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ او له کندز ولایت د کلباد او امام صاحب ولسوالیو څخه د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو، چې دوې ورځې يې دوام وکړ، په پایلوبه کې د امام صاحب ولسوالۍ د والیبال لوبډلې خپلې سیالې کلباد ولسوالۍ زبیر لوبډلې ته د ٢٥/١٠ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول او عارف خان محمدي د کلباد ولسوالۍ نوی ورزشي مسوول ټاکل و.
د سياليو په پای کې لومړي مقام لوبډلې ته ۱۰۰ ډالر او دويم مقام لوبډلې ته ۵۰ ډالر د ډالۍ په ډول ورکړل شول.
