کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کلباد ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبدلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اسدالله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې اسدالله لوبډلې د ۱۵ پر ۱۳ نمرو په توپیر خپلې سیالې ایشان توپ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
