کندز؛ چهار درې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۲:۳۶
کندز؛ چهار درې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د امان الله میاخېل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیاليو په پایلوبه کې امان الله میاخېل لوبډلې د ۱۳/۱۷ نمرو په توپیر خپلې سیالې شېرزاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ په یاده ولسوالۍ کې د والیبال د نوي جوړ شوي لوبغالي د پرانیستې په موخه پیل شوې وې، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۱:۳۷
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د زرمت ولسوالۍ په جبارخېلو سیمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ د مریاڼو لوبډلې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ارگون ولسوالۍ په پيرکوتي سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې ۱۲ ورځې مخکې پيل شوې وې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۸:۵۵
Background image

BACK TO NEWS