کندز؛ پۀ امام صاحب ولسوالۍ کې، د ۷۵ چاپندازانو تر منځ د وزلوبې سيالۍ تر سره شوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست ، د ياد ولايت د بزکشۍ فدراسيون د نماینده ګۍ په همکارۍ او د امام صاحب ولسوالۍ سپورټي کمېټې په همغږۍ د يادې ولسوالۍ د باسوس ريگ د وزلوبې پۀ لوبغالي کې د ۷۵ چاپندازانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې. د یادو سيالیو په پای کې د مېدان د حکم له لورېي دوه اخرالاقه اعلان شول، چې لومړی اخرالاق شفيق الله پهلوان او دويم اخرالاق ذبيح الله پهلوان د روح الله نظر ي په آس تر ټاکلې حلالې دایرې پورې ورسول، چې ګټونکي اعلان شول، د سيالۍ په پای کې د آس خاوند له لورې دواړو چاپندازانو ته نقدي انعامونه ورکړل شول.
د دې سيالۍ د تر سره کېدو موخه، د را روانې پنځمې دورې د بزکشۍ ليک ته تيارې ښودل شوی دی، چې په نږدې وختونو کې به، په مرکز کې پېل شي او د دې تر څنگ د يادې ولسوالۍ د خلکو تر منځ د سالمې تفريح برابرول و.
