کندز؛ په ګلتېپه ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۴:۵۶
کندز؛ په ګلتېپه ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند کورش فدراسیون او ګلتېپې ولسوالۍ د ورزشي کمېتې له لوري د یادې ولسوالۍ په لرخابیو بازار کې د ۲۵ جوړو ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په مراسمو کې د یاد ولایت ورزشي مسوولینو، ورزشکارانو او د ورزش زرګونو مینوالو ګډون کړی و.

هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه د ګلتېپې ولسوالۍ ولسوونو ته د سمالې تفرېح چمتو کول وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS