کندز؛ په چهار درې ولسوالۍ کې د والیبال ټورنمنټ د عین المجر لوبډلې په ګټه پای ته ورسېد
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د والیبال فدراسیون له لوري د چهاردرې ولسوالۍ د والیبال کمېټې په همغږۍ، د ارباب محمد عیسی په مالي ملاتړ د حضرتانو په ورزشي لوبغالي کې د مرکز او ولسوالیو د ۴۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال ټورنمنټ د چهار درې ولسوالۍ عین المجر لوبډلې په ګټه پای ته ورسېد.
یاد ټورنمنټ، چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، په پایلوبه کې یې د چهار درې عین المجر د مرکز کندز بکتاش لوبډلې ته د ۳-۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او د دې ټورنمنټ اتلولي یې وګټله.
په پای کې د لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته یو پسه او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته ۲زره افغانۍ نغدي ډالۍ ورکړل شوه.
د دې ټورنمنټ موخه د یادې سیمي وګړو ته د سالمې تفریح برابرول او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.
