کندز؛ په چهاردرې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ او د چهاردرې ولسوالۍ ورزشي مدیریت په همکارۍ د يادې ولسوالۍ په داغ آرق سیمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځه د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبې ته یلدز کارګو او فایف سټار لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې فايف سټار لوبډله لوبې ته د نه حاضرېدو له امله يلدز کارګو لوبډله د يادو سياليو اتله لوبډله اعلان شوه
