کندز؛ په مرکز کې د ۶۵ چاپ اندازانو تر منځ د وزلوبې سيالۍ تر سره شوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د وزلوبې فدراسيون د استازولۍ له لوري، د ياد ولايت د وزلوبې په مرکزي لوبغالي کې د ۶۵ چاپ اندازانو تر منځ د وزلوبې سيالۍ تر سره شوې.
د دغو سياليو په پایله کې د میدان د حکم له لوري دوه وروستي اخرلاقونه وټاکل شول، چې لومړی هغه يې امان الله پهلوان او دويم يې اسماعيل پهلوان تر ټاکلې دايرې ورساوه او دواړه پهلوانان د نغدي ډالیو ګټونکي اعلان شول.
دغو سيالیو يوه ورځ دوام وکړ او موخه يې خلکو ته د سالمې تفريح برابرول و.
