کندز؛ په مرکز کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د ورزش ریاست او ووشو فدراسیونو استازولۍ په ګډه همغږۍ د کندز مرکز سیدذبیح الله کوهي ورزشي کلب کلب کې د نوي ځوانانو، ځوانانو او لویانو سني کټګوریزو د ۵۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سانداوانګ سبک سیالۍ تسره شوې.
په دغو سیالیو کې د کندز مرکز څلورو او د امام صاحب ولسوالۍ یو کلب ورزشکارانو برخه لرله.
د دغو سیالیو موخه راتلونکو ولایتي سیالیو ته د غوره ورزشکارانو په ګوته کول دي.
په پای کې د ورزشکارانو د تشویق په موخه ورته ډالۍ هم ورکړل شوې.
