کندز؛ په مرکز سپین زر ورزشي لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۷:۲۴
کندز؛ په مرکز سپین زر ورزشي لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

کندز؛ په مرکز سپین زر ورزشي لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او فوټبال فدراسیون له لوري د یاد ریاست په سپين زر ورزشي لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ چې موخه یې د ورزش په برخه کې د ځوانانو روزنه او وده ده، په څلورو ګروپونو کې ترسره کېږي او یوه میاشت به دوام وکړي.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د یاران او بوستان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې دواړو لوبډلو یو یو ګول وواهه او سیالي په مساوي شکل پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS