کندز؛ په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري دوه اخرالاقه اعلان شول، چې لومړی اخرالاق حکيم پهلوان او دويم اخرالاق بيا شېر علم پهلوان تر حلالې دايرې ورساوه او د سياليو گټونکي شول.
د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه راتلونکو سياليو لپاره د چاپندازانو لا ښه چمتو والی او د يادې ولسوالۍ وگړو ته د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.