کندز؛ په قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۹:۳۲
کندز؛ په قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ ای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيپون د استازولي له لوري د ياد ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ د ترکستان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې ترکستان لوبډلې خپلې سيالې قلعه ذال منتخبې لوبډلې ته د ۳۱ پر ۲۶ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه‌.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د خلکو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه شپه يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوکلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

کندز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د یاد ولایت د زندانونو چارو د سمون ریاست په ګډه همغږي او د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د اتو لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۹:۵۰
Background image

BACK TO NEWS